
ایکنانیوز د muslimsaroundtheworld له قوله راپور راکوي، د روسیې په جنوب لوېدیځ کې د ساراتوف ښار جامع جومات د نجونو د قرآن کریم د حفظ د پنځم عمومی پړاو کوربه و. دا سیالۍ د ایډورډ حاجي غنيیف په نوم نومول شوې وې او د دې جومات د بنسټ کېښودنې له ۱۹۰ کلیزې سره هممهاله ترسره شوې. په دغو مراسمو کې ګڼ شمېر اسلامي او حکومتي څېرو هم ګډون درلود.
په دغو سیالیو کې یوولس ګډونوالې د تاتارستان، داغستان او چیچن جمهوریتونو، او همدارنګه د استاوروپول سیمې، مسکو، پنزا او ساراتوف څخه برخه اخیستې وه، چې دا په روسیې کې د قرآني فعالیتونو په برخې کې د ښځو د زیاتېدونکي ګډون څرګندونه کوي.
د روسیې د مسلمانانو د دیني ادارې دمشر مرستیال، روشن عباسوف،د دې ادارې د مشر او د روسیې د ستر مفتي، شیخ راویل عینالدین، په استازیتوب په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
عباسوف په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې دا سیالۍ یو جامع قرآني پروګرام دی. هغه زیاته کړه چې ګډونوالو په دوو اصلي کټګوریو کې سیالي وکړه: د ټول قرآن حفظ او د قرآن د دېرشمې برخې حفظ.
هغه څرګنده کړه چې ټول ګډونوالې بریالۍ ګڼل کېږي، ځکه چې د خدای د کتاب حفظ کول د اخلاقي او تعلیمي ژمنتیا نښه ده، د دیني ارزښتونو روزنه کوي او د پیغلو ښځو پوهاوی او علم ژوروي.
د روسیې د مسلمانانو د دیني ادارې مرستیال همدارنګه وویل چې د دې ډول سیالیو ملاتړ، که په کور دننه وي او که په نړیواله کچه، د ادارې له اصلي لومړیتوبونو څخه دی، ځکه دا سیالۍ د ښځینه حافظانو د داسې نسل د روزنې لپاره مهمې دي چې د روسیې په نړیوالو قرآني محافلو کې استازیتوب وکړئ شي.
هغه زیاته کړه چې د قرآني زدهکړو په برخه کې پر پيغلو ښځو تمرکز، د سمې دیني روزنې پر پانګونې دلالت کوي او د علم او دیني ژمنتیا په ډګرونو کې د مسلمانو ښځو شتون پیاوړی کوي.
عباسوف د ادوارد حاجي غنيیف د ژوند په اړه هم خبرې وکړې او هغه ئې یو وتلی شخصیت او سخي خیرخواه وباله چې خپله شتمني ئې په خیریه چارو کې لګوله. هغه وویل چې د دې سیالۍ دوامداره ترسره کېدل د هغه د کورنۍ په ملاتړ، د «صدقه جاریه» مفهوم ژوندی ساتي او د هغه میراث د ټولنې د خدمت په لارې کې خوندي کوي.
په دې مراسمو کې د ګډونوالو لپاره ځانګړې قرعهکشي هم ترسره شوه. د روسیې د مسلمانانو د دیني ادارې رسمي مذهبي ګرځندوی اداره «مسلم ټور» د ستر مفتي په لارښوونه، دوې جایزې د عمرې حج لپاره او یوه جایزه د فرض حج لپاره ورکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4333300